لوګر کې لسګونو ځوانانو ته د ویناوالۍ دوه میاشتنی پروګرام پیل شو
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د دې ولایت لسګونو ځوانانو، زدهکړیالانو او زده کوونکو ته د ویناوالۍ دوه میاشتني پروګرام پیل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب جان اسلامیار، د یاد پروګرام پیل د ځوانانو د وړتیاوو لوړولو په برخه کې مهم فرصت وباله او ویې ویل: په دغه پروګرام کې ګډونوالو ته اړین موضوعات تدریس کېږي، ترڅو یې استعدادونه لا وده وکړي.
ښاغلي اسلامیار زیاته کړه، چې د پروګرام له بشپړېدو وروسته به ګډونوال وکولای شي خپل افکار په ښه او اغېزمنه توګه نورو ته وړاندې او د ناسمو افکارو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي.
۱۴۴۸/۳/۲۴ هـ ق