د زمري۲۴ مې د ښې نمانځنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, Aug 12 2026 3:51 PM
..

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د کابل ښار ټولو ناحیو د ځوانانو له استازو سره د زمري ۲۴مې (آزادۍ) ورځې د ښې نمانځنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
د کابل د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ځوانانو پر دیني، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو او له اړوندو ادارو سره د لا ښې همغږۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې.
ښاغلي زبیر د زمري۲۴مې (آزادۍ) ورځې په اړه وویل: د هېواد خپلواکۍ د مجاهد ولس د مېړانې، سرښندنو او قربانیو پایله ده او دغه ورځ د هغوی د قربانیو د درناوي او د الله تعالی د دې ستر نعمت د شکر اداء کولو ورځ ده.
د ناستې په لړ کې محمد خالد د ټولو ناحیو د ځوانانو استازو په استازیتوب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه او د لا ښې همغږۍ پر دوام یې ټینګار وکړ. د ځوانانو په استازیتوب نوموړي د زمري ۲۴مې ښې نمانځنې په اړه د پوره همکاریو ډاډ هم څرګند کړ.

۱۴۴۸/۲/۲۸ هـ ق