هلمند کې د مطالعې ارزښت په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

wasim_admin
Wed, Jul 15 2026 11:47 AM
..

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ریاست اړوند عامه کتابتون کې ګڼ شمېر زده کوونکو ته د مطالعې ارزښت په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: دغه روزنیز سیمینار زده کوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه جوړ شوی دی تر څو زده کوونکي مطالعې ته وهڅول شي او کتابونو سره خپله ملګرتیا دایمي کړي.
د سیمینار په لړ کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر ګډونوالو ته د مطالعې پر ارزښت خبري وکړې او ویې وویل: مطالعه د هرانسان لپاره خورا مهمه ده، ځکه چې د مطالعې په مټ انسان د پوهي لوړو ته رسیږي، پرمختګ په لوستلو کې دی.
د فرهنګ او ګرځندوی آمر له ټولو ځوانانو څخه وغوښتل چې هلمند عامه کتابتون ته راشي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کړي.
د سیمینار ګډونوالو خوښي څرګنده کړه او د ورته نورو روزنیزو سیمینارونو د جوړیدو غوښتونکي شول.

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق