هرات کې د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Sun, Jul 12 2026 2:27 PM
...

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ولایت د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د رسنیو د وضعیت ارزونې، د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د شته ستونزو د څېړنې په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو په ټولنه کې د واقعیتونو د انعکاس، عامه پوهاوي او په هرات ولایت کې د لاسته راوړنو او مهمو پېښو په خپرولو کې د رسنیو پر مهم رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې رسنۍ په ټولنه کې ځانګړی او مهم ځای لري او د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ همکاري او همغږي کولای شي د لا غوره او اغېزمنې اطلاع‌رسونې زمینه برابره کړي.
ورته مهال د لوېدیځ زون د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ او څار کمېټې مسؤل د خبریالۍ د مسلکي اصولو د رعایت پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: د رسنیو له څارنې څخه موخه د مسؤلانه رسنیزو فعالیتونو ملاتړ او د خبریالانو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول دي، رسنۍ د خبریالۍ د اصولو په رعایت، د معلوماتو په خپرولو کې دقت او د عامه ګټو په پام کې نیولو سره کولای شي د ټولنې د پرمختګ او عامه پوهاوي په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
په ناسته کې د هرات د سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو هم خپل نظرونه، وړاندیزونه او کاري ستونزې شریکې کړې او د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او رسنیو ترمنځ یې په دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق