درې ديرش لرغونې آثار په امريکا کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شول

گمنام (غیر مصدقہ)
Wed, Apr 21 2021 10:27 AM
درې ديرش لرغونې آثار په امريکا کې د افغانستان سفارت ته وسپارل شول

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت اعلام وکړ چې په افغانستان پورې اړوند ٣٣ لرغونې اثاريې ترلاسه کړي دي .
دغه اثار په هغو مراسمو کې چې د وري په ٣١ نيټه د نيويارک د سيمه ييزې څارنوالى په دفتر کې ځاى پرځاى شوى و، د امريکايي مقاماتو له خوا په واشنګټن کې د افغانستان سفيرې روحيا رحماني ته وسپارل شول.
په امريکا کې د افغانستان سفارت د اعلام له مخې؛ د دغو اثارو لرغونتيا له دويمې تر اتمې ميلادي پيړۍ پورې رسېږي او د افغانستان د بډاي تاريخ او فرهنګ ښکارندوى دى .
ټاکل شوې ده دغه لرغوني اثار په نږدې راتلونکې کې هېواد ته ولېږدول شي او ملي موزيم ته وسپارل شي .
په امريکا کې د افغانستان سفارت د نيويارک د سيمه ييزې څارنوالى او د امريکا د کورنى امنيت د وزارت په ګډون له هغو امريکايي بنسټونو څخه چې د افغانستان د ٣٣ لرغونو اثارو په کشف او ضبطولو او سپارلو کې هلې ځلې کړي دي مننه کړې ده.

کابل/ د ثور ١ مه/ باختر