د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د کاپیسا له خبریالانو سره وکتل

wasim_admin
Thu, Jul 02 2026 9:50 AM
..

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي شیخ شیر احمد حقاني صاحب او د دې وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي صاحب د امارتي او خصوصي رسنیو له یو شمېر خبریالانو او مسؤلینو سره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې وکتل.
د دې لیدنې پر مهال د خصوصي رسنیو مسؤلینو خپلې ستونزې، په ځانګړې توګه د فریکونسي فلټر او د پایې (انټن) د نصب کولو اړوند، د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر او د خپرونو چارو له معین سره شریکې کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر ښاغلي شیخ شیراحمد حقاني صاحب د خبریالانو د فعالیتونو او د پېښو په وړاندې د هغوی د فعاله دریځ ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د موجودو ستونزو د حل او له خبریالانو څخه د ملاتړ لپاره به لازمې هڅې وشي.
د یادونې وړ ده، چې کاپیسا د سفر په ترڅ کې ښاغلي حقاني صاحب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو کاري شعبو څخه هم لیدنه وکړه او د لیدنې پر مهال یې اړوندو مسؤلینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د دوی د ستونزو د حل ډاډ هم  ورکړ.

۱۴۴۸/۱/۱۶ هـ ق