د زمري ۲۴مې د نمانځنې په موخه مشورتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د غوره نمانځنې په موخه د بېلابیلو ادارو استازو په شتون کې د ټاکل شوي کمیټې مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د زمري ۲۴مې (د فتحې) ورځې د نمانځنې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ټینګار يې وکړ، چې دا ورځ باید په شانداره او د ولس په پراخ ګډون سره ونمانځل شي.
وروسته د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي او د کمیټې ټولو غړو په خپل وار سره خبرې وکړې او خپلې رغنده مشورې، نظرونه او وړاندیزونه یې وړاندې کړل.
د کمیټې غړو وویل: د هېواد آزادي د ټول ولس ګډه لاسته راوړنه ده او د دې ورځې نمانځنې څخه موخه راتلونکو نسلونو ته د افغانانو د قربانیو او اتلولیو په اړه معلومات انتقالول دي، ترڅو راتلونکي نسلونه د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د افغانانو د تېر شل کلن جهاد، قربانیو، تکالیفو او اتلولیو څخه باخبره اوسي.
د ناستې په لړ کې پریکړه وشوه، چې راتلونکې غونډې ته باید اړوندې ادارې د زمري۲۴مې د ښه نمانځلو په موخه خپلې کاري برنامې او نوښتونه چمتو او وړاندې کړي.
۱۴۴۸/۱/۸ هـ ق