کاپیسا کې د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د ترسره شوې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
Wed, Jun 10 2026 11:56 AM
..

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري د عالیقدرامیرالمؤمنین (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه  د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونځیو او مدرسو ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ترمنځ سیالي ترسره شوې وه، چې پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو ونازول شول.
‏د غونډې ویناوالو د اسلامي امارت د مشرتابه ټول فرامین د ټولنې د ستونزو د حل په برخه کې مهم وبلل او د ۱۷مې ګڼې فرمان چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه صادر شوی دی، د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې د یادې سیالۍ لومړي مقام ګټونکي ته یو پایه کمپیوټر، دوهم مقام ګټونکي ته ځیرک موبایل او درېیم مقام ګټونکي ته یو عراده بایسکل ډالۍ ورکړل شول.

 ۱۴۴۷/۱۲/۲۴ هـ ق