ننګرهار کې د مطالعې دود پیاوړتیا په موخه له ځوانانو سره غونډه وشوه

wasim_admin
Wed, May 20 2026 10:28 AM
..

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتاب او کتاب لوستنې اوونۍ په مناسبت د جلال آباد ښار په عامه کتابتون کې ګڼ شمېر فرهنګیانو، شاعرانو، لیکوالانو زده کړیالانو او زده کوونکو سره غونډه وشوه، چې په دې غونډه کې د مطالعې د فرهنګ پیاوړتیا او د کتاب د ارزښت په اړه خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د ټولنې په فکري او علمي پرمختګ کې د کتاب رول مهم وباله او ځوانان یې مطالعې او علمي څېړنو ته وهڅول.
مسؤلینو ټینګار وکړ، چې کتاب د پوهې، ویښتیا او پرمختګ بنسټ دی او په ټولنه کې د مطالعې دود پیاوړتیا کولای شي، چې ځوان نسل له فکري او علمي پلوه لا پیاوړی کړي.

۱۴۴۷/۱۲/۳ هـ ق