پروان کې لسګونو ځوانانو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو
د پروان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کانکور پروسې په اړه د ځوانانو د پوهاوي په موخه د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور لسګونو تنو برخه اخیستونکو ته روزنیز سیمینار وړاندې شو.
مسوولینو د دې سیمینار د جوړېدو موخه د کانکور پروسې سره د ځوانانو لا ډېره اشنایي او ځوانانو ته د دې پروسې په اړه لارښونه یاده کړه او ویې ویل: په دې سیمینار کې د کانکور ازموینې پر مهال د خوښې وړ څانګو د ټاکلو څرنګوالی، د فورم سم ډکول، د وخت مدیریت او د کانکور له پروسې سره نور تړلي موضوعات شامل وو، ترڅو ځوانان وکولای شي د ازموینې ورځ په ښه توګه تېره کړي.
ورته مهال یو شمېر ځوانانو د دې سیمینار د جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل: دغه سیمینار د کانکور د ازموینې ورځې د سم مدیریت او بریالي تېرولو لپاره ښه هڅونه وه.
ټاکل شوې ده، چې پروان ولایت کې د ۱۴۰۵ لمریز کال د کانکور ازموینه د همدې اوونۍ په وروستیو ورځو کې ترسره شي.
۱۴۴۷/۱۱/۲۵ هـ ق