فراه کې د کتاب او مطالعې اووه ورځنی نندارتون پرانیستل شو 

wasim_admin
Sun, May 10 2026 3:28 PM
..

د فراه په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د کتاب او مطالعې اووه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مطالعه کول د فکر او حافظي د پیاوړتیا په برخه کې مهم وبلل او ویې ویل: کتاب د انسان رښتينی ملګری دی او انسان له ډېرو موضوعاتو خبروي، کتاب او مطالعه د انسان وړتیاوې لوړوي.
دغه راز د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د عامه کتابتون مدیر وویل: په دې نندارتون کې د دیني او عصري علومو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي چې شاوخوا ۳۰۰ تنو ترې نن ورځ لیدنه وکړه.
ورته مهال ګډونوالو دغه نندارتون د ټولو لپاره په ځانګړې توګه د زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره ګټور وباله او زياته يې کړه، چې دغه نندارتون د ځوانانو د پوهاوي او کتاب لوستنې دود د پراخیتا او پیاوړتیا په برخه کې بنسټيز رول لري.

۱۴۴۷/۱۱/۲۳ هـ ق