ننګرهار کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح الله نوراني په مشرۍ د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په خپلو خبرو کې د رسنیو له ترسره کړیو فعالیتونو څخه مننه وکړه او له دوی سره یې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړ، د نوموړي په وینا خبریالان دې د اسلامي نظام تر چتر لاندې خلکو ته د اطلاع رسونې په موخه پر وخت، کره او باوري معلومات خپاره کړي.
ناسته کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو د همغږیو پر لا پیاوړتیا، د ستونزو پر حل او د مسلکي رسنیزو چارو د ښه والي په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو زیاته کړه، چې د رسنیو او اړوندو ادارو ترمنځ دوامداره همکاري کولای شي د اطلاع رسونې بهیر لا پیاوړی کړي.
۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق