د هرات په اختیارالدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د هرات سیمهییز موزیم د پیاوړتیا په موخه په اختیار الدین کلا کې د اړیکو د تاریخي وسایلو نندارتون پرانیستل شو، چې په دې نندارتون کې ۷۵۰ د اړیکو تاریخي وسایل نندارې ته ایښودل شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: په یاد نندارتون کې د اړیکو تاریخي وسایلو تاریخي مخینه شاوخوا ۱۲۰ کلونو ته رسیږي او په دې نندارتون کې لرغونې ټلویزیونونه، راډیوګانې، ټیلیفونونه، د عکس اخیستلو کمرې او نور وسایل نندارې ته ایښودل شوي دي.
ورته مهال یو شمېر ننداره کوونکو وویل: د اړیکو تاریخي وسایلو نندارتون جوړول کولای شي، چې ځوان نسل ته د علمي او ټکنالوژیکي پرمختګونو د تاریخ په اړه پوهاوی ورکړي او خلکو ته دا زمینه برابره کړي چې د علمي او کلتوري میراثونو سره لا ښه اشنا شي.
۱۴۴۷/۱۱/۱۹ هـ ق