د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز له سلګونو تنو زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

wasim_admin
Wed, Apr 01 2026 1:23 PM
..

د جوزجان اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز د کمپیوټر، خطاطۍ او انګلیسي ژبې شپږ میاشتنیو ټولګیو له ۴۰۰ تنو زده‌کوونکو څخه وروستۍ ازموینه واخیستل شوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د علم ترلاسه کول د ځوانانو له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او ویې ویل: ځوانان د روزنیزو فرصتونو په کارولو سره کولای شي خپلې وړتیاوې او مهارتونه پیاوړي کړي او د ښه راتلونکي لپاره ځانونه چمتو کړي. نوموړي د وخت پر سمې استفادې او د علم او مهارتونو د ترلاسه کولو باندې ټینګار وکړ.
دغه راز د دغه ښوونیز مرکز زده‌کوونکو د دا ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: په تېرو شپږو میاشتو کې یې د کمپیوټر، خطاطۍ او انګلیسي ژبې اړین مهارتونه زده کړي دي، زده کوونکو د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه د روزنیز فرصتونو د برابرولو له امله د مننې کولو ترڅنګ د دا ډول پروګرامونو د دوام او پراختیا غوښتنه هم وکړه.

۱۴۴۷/۱۰/۱۴ هـ ق