کاپیسا کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Thu, Feb 19 2026 5:39 PM
...

د کاپیسا اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د امارتي ادارو ویاندویانو، د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه، چې پکې  د خبریالانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، دقیق او پر وخت اطلاع رسونې او د اسلامي ارزښتونو مطابق رسنیزو فعالیتونو پیاوړتیا باندې ټینګار وشو.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو له مسؤلینو څخه د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته راوړونو په اړه د راپورونو جوړولو له امله مننه وکړه او د رسنیو له فعالیتونو څخه یې ملاتړ څرګند کړ.

خبریالانو د یادې ناستې د جوړولو له امله د مننې کولو ترڅنګ د رسنیزو فعالیتونو لا ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل، چې د مسؤلینو له لوري د پوره همکاریو ژمنه وشوه.

۱۴۴۷/۹/۲ هـق