کاپیسا کې د (توبې اهمیت او د رسول اللهﷺ د سیرت مطابق د نفس روزنه) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سیمینار جوړ شو

wasim_admin
Wed, Feb 18 2026 1:46 PM
..

د کاپیسا اطلاعاتو او کلتور ریاست او د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په ګډو همکاریو د کاپیسا په محبس کې د (توبې اهمیت او د رسول اللهﷺ د سیرت مطابق د نفس روزنه) تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سیمینار، د یو شمېر ځایي امارتي ادارو مسؤلینو او علماوو کرامو په شتون کې بندیانو ته وړاندې شو.
په یاد سیمینار کې د توبې پر اهمیت، له ناسمو کړنو څخه پر پښېمانۍ او د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو مطابق پر سمې لارې تلو بحث وشو او د اسلام د ستر پیغمبر(ﷺ) د سپېڅلي سیرت مطابق د شخصیت جوړونې باندې ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې ورزشکارانو او ځوانانو ته هم ورته سیمینارونه د کاپیسا په بېلابېلو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

۱۴۴۷/۹/۱ هـ ق