نیمروز کې فرهنګي انجمن ترسره شو

wasim_admin
Sat, Feb 07 2026 10:18 AM
..

د نيمروز اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په پار فرهنګي انجمن ترسره شو.
مسؤلینو د اصلاح البیان د مراسمو د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د اصلاح‌البیان پروګرام د ترسره کولو موخه د ځوانانو علمي او فکري ظرفيتونو پیاوړتیا ده. 
مسؤلینو له ځوانانو څخه وغوښتل؛ چې مطالعې ته ځانګړی وخت ورکړي او په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له شته فرصتونو څخه غوره ګټه واخلي.
د انجمن په لړ کې ویناوالو د وینا، مناظرې او لیکلو د اصولو په اړه هم خبرې وکړې.

۱۴۴۷/۸/۱۹ هـ ق