د مطالعې کلتور د پیاوړتیا روزنیز سیمینار وړاندې شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست او د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په عامه کتابتون کې د مطالعې کلتور د پیاوړتیا په موخه ګڼ شمېر زده کړیالانو، لیکوالانو او ځوانانو ته یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې کړ.
د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم په هېواد کې د عامه کتابتونونو، مطالعې او د کتابتونونو د تاریخ په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې ټول خلک په ځانګړي ډول ځوانان باید خپل ډیر وخت مطالعې ته ځانګړی کړي، تر څو له تیر تاریخ څخه د خبرېدو ترڅنګ خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو او د سیمینار وړاندې کوونکو د مطالعې، کتابونو او کتابتونونو د ارزښت په اړه ویناوې وکړې او ویې ویل: ځوانان باید له شته فرصتونو څخه پوره ګټه واخلي، هغه ځوانان ډېر نیک بخته دي، چې له کتاب سره ملګرتيا لري او مطالعه کوي.
۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق