چینایي څېړونکو د افغانستان له ملي موزیم څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
Wed, Jan 07 2026 10:06 AM
..

د چین هېواد د څیړونکو او پوهانو یو پلاوي د افغانستان او چین ترمنځ د متقابلې هوکړې، د همکاریو پیاوړتیا او علمي ـ تحقیقي اړیکو د پراخیتا په موخه افغانستان ته د سفر په لړ کې د ملي موزیم له تاریخي، کلتوري او هنري آثارو څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د افغانستان د تاریخي، فرهنګي او هنري آثارو په لیدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د ملي موزیم د مسؤلینو له خوا د فرهنګي میراثونو د ساتنې او پالنې په برخه کې ترسره شوې هڅې وستایلې او د افغانستان له بډایه فرهنګي او تاریخي میراث سره یې علاقه څرګنده کړه.
د لیدنې په پای کې راغلي پلاوي ته د علمي او فرهنګي همکاریو د پراختیا په موخه د تاریخي، فرهنګي او هنري آثارو څو جلده کتابونه او معلوماتي کتالوګونه ورکړل شول.  
دا لیدنه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو د پیاوړتیا او نړیوالو ته د افغانستان بډایه فرهنګي میراثونو د پیژندلو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

۱۴۴۷/۷/۱۷ هـ ق