خوست کې د رسنيو مسؤلينو سره ناسته وشوه

wasim_admin
Tue, Dec 09 2025 3:49 PM
..

د خوست ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د رسنیو مسؤلینو سره ناسته وشوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د اترا د جنوب ختیځ زون مسؤل ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند د اطلاعاتو آمر، د اترا د جنوب ختيځ زون مسؤل اکرام الله ويسا او د رسنيو استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خوست ولایت د محلي رسنيو د خپرونو او فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: خوست کې رسنۍ د نظام د پاليسۍ او د افغاني کلتور مطابق ټولنې ته سالمې او ګټورې خپرونې وړاندې کوي.
په غونډه کې د رسنيو مسوولينو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه د اطلاعاتو او کلتور رياست او اترا ادارې له مسوولينو سره شريکې کړې او د شته همکاریو د لا پياوړتيا غوښتنه یې وکړه.
دغه راز د اترا د جنوب ختيځ زون مسؤل اکرام الله ويسا د خوست د محلي رسنيو د فعاليتونو ستاينه وکړه او ویې ویل: د اترا اداره به له رسنيو سره د لا پياوړې همغږۍ، د تخنيکي ستونزو د حل او د منظمې همکارۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
۱۴۴۷/۶/۱۸ هـ ق