د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې د ترکیې هېواد د پارلماني چارو کمېسیون رئیس سره ولیدل

wasim_admin
Sat, Dec 06 2025 2:43 PM
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشې قاري حمید الله تمکین له ښاغلي سلیمان سویلو چې د ترکیې هېواد د پارلماني چارو کمېسیون رئیس او د دې هېواد د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال دی، سره ولیدل.
د لیدنې په پیل کې ښاغلي سویلو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري آتشي ته ښه راغلاست وویل او دا لیدنه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي، علمي او دیني اړیکو د پراختیا په برخه کې مهمه یاده کړه. ښاغلي سویلو ټینګار وکړ؛ چې د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ اړیکې د لوړو اسلامي، تاریخي او فرهنګي ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړې دي او تل د پراختیا او پیاوړتیا په حالت کې دي.
دغه راز قاري حمیدالله تمکین په تېرو کلونو کې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د ترکیې هېواد رول ته په اشارې د دې هېواد په تعلیمي، فرهنګي، ټولنیزو او نورو برخو کې له پراخو همکاريو څخه مننه وکړه او ویې ویل: د فرهنګي او علمي اړیکو پیاوړتیا کولای شي چې د ملتونو ترمنځ د نږدېوالي لا ښه زمینه برابره کړي، ښاغلي تمکین هیله وښوده، چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ به په راتلونکې کې لا ډېرې پراخې شي.
د لیدنې په پای کې دواړو خواوو په ورته ناستو جوړولو باندې ټینګار وکړ او دغه ناستې یې د دوستانه اړیکو پیاوړتیا، تجربو تبادلې، ګډو فرهنګي او علمي اړیکو د پراختیا په موخه اړینې وبللې.
۱۴۴۷/۶/۱۵ هـ ق