د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري ناسته ترسره شوه

wasim_admin
Wed, Nov 26 2025 2:17 PM
..

چهارشنبه ( ۵ د جمادی الثانیة ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداري ناسته د ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب په مشرۍ ترسره شوه، په دې ناسته کې د وزارت معينانو او د مرکزي رياستونو رئيسانو ګډون کړی و. غونډه د مختلفو چارو د ارزونې او د روانو پروګرامونو د همغږۍ په موخه د وزير صاحب په څرګندونو پيل شوه.
په یاده غونډه کې د وزارت د بېلابېلو پلانونو او کړنلارو په اړه هراړخيز بحث وشو،ښاغلي  وزير صاحب شيخ شیراحمد حقاني د معينانو او رئيسانو راپورونه، وړانديزونه او ستونزې واورېدې، چې د ګډونوالو له لوري د يادو ستونزو د حل لپاره خپل نظريات شريک شول.
د غونډې په پای کې وزير صاحب د رياستونو مسؤلینو ته د کارونو د لا چټکتيا، د چارو د معياريتوب او د ګډ کار د روحيې د پياوړتيا په اړه لازمې سپارښتنې وکړې، نوموړي ټینګار وکړ چې د وزارت ټولې چارې بايد پر وخت او د اصولو مطابق پر مخ ولاړې شي. 

۱۴۰۴/۹/۵ هـ ل