تخار کې له وړیا ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول
د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز درېمې دورې درې میاشتنيو وړیا زده کړو( انګلیسي، عربي ژبو او کمپیوټر پروګرامونو) له ټولګیو څخه ۱۶۰ تنه ځوانان فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر وویل: دغو ځوانانو د دریو میاشتو په موده کې د انګلیسي او عربي ژبو تر څنګ د کمپیوټر پروګرامونه په وړیا ډول زده کړل، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د پرمختګ او ودې لپاره نور پراخ ښوونیز پلانونه هم تر کار لاندې لري.
دغه راز یو تن فارغ زده کوونکي د وړیا زده کړو ترلاسه کولو له فرصت څخه خوښي وښوده او له اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې دې نور داسې پروګرامونه هم جوړ کړي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دوه پړاوونو کې د تخار د اطلاعاتو او کلتور ریاست له وړیا ښوونیز مرکز څخه له ۲۱۸ تنه ځوانان فارغ شوي وو.
۱۴۴۷/۶/۱ هـ ق