لسګونه تنه زده‌کوونکي له وړیا زده‌کړو څخه فارغ شول

wasim_admin
Wed, Nov 19 2025 11:30 AM
..

د خوست ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د انلاين کار، کمپيوټر او ویناوالۍ د زده کړو له وړيا ښوونیزو مرکزونو څخه ۱۸۰ تنه زده کوونکي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او د فراغت سندونه يې تر لاسه کړل.
د خوست ولايت د مقام د دفتر رئیس مولوي محمد صابر صابري او د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر قيام الدين مندوزي، فارغ شوي زده‌کوونکي د لا نورو زده‌کړو ترلاسه کولو ته وهڅول او له زده‌کوونکو څخه یې وغوښتل چې خپل وخت او فرصتونه سم مدیریت کړي.
دغه راز د خوست د ځوانانو چارو او د اطلاعاتو آمرینو په خپلو خبرو کې وویل: اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټیلو( TLO) موسسې په مالي ملاتړ د خوست په کچه د انلاین کار زده‌کړو په برخه کې ۴ ټولګي جوړ کړي دي، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي ترڅو د زده‌کړو ورته نور ښوونیز مرکزونه هم جوړ کړي.
ورته مهال فارغ شویو زده‌کوونکو د وړيا زده‌کړو زمینې برابرولو په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې وستايلې او له مسئولینو څخه یې د دغو مرکزونو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.
۱۴۴۷/۵/۲۸ هـ ق