دایکندي کې د ښاري فرهنګ او رضا کارۍ په نوم غونډه  وشوه

wasim_admin
Sun, Nov 16 2025 2:57 PM
..

د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري خالد احمد فضلي په مشرۍ د ښاري فرهنګ او رضا کارۍ په نوم غونډه ترسره شوه.
ښاغلي فضلي په دې غونډه کې د ښاري فرهنګ په اړه د عامه پوهاوي اړتیا ته په اشارې سره وویل: دا بهیر باید لومړی د امارتي ادارو کارکوونکو او بیا د عامو خلکو لپاره عملي شي.
نوموړي زیاته کړه؛ د ښاري ژوند د مفهوم روښانه تشریح د خلکو لپاره ضروري ده، تر څو خلک د ښاري فرهنګ قوانین او اصول زده او عملي کړي.
د غونډې ګډونوالو د عامه پوهاوي پر لارو چارو د بحث کولو وروسته اړینې پرېکړې وکړې.

۱۴۴۷/۵/۲۵ هـ ق