لوګر کې د خبریالانو د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wasim_admin
Thu, Nov 13 2025 10:30 AM
...

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیض الله جوهري په مشرۍ د امارتي او خصوصي رسنیو مسؤولینو، خبریالانو او امارتي ادارو ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د رسنیو مسوولینو معلوماتو ته د لاسرسي، د برېښنا د لګښت ، مالیې، عامه پوهاوي، اعلاناتو او یو شمېر نورو برخو کې خپل وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو کارکوونکو کاري قراردادونو د اړتیا، د جوازونو د نوي کولو او رسنیو ملاتړ په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د رسنیو مسؤلینو غوښتنو او وړاندیزونو ته یې د رسیدو ډاډ ورکړ.
ورته وخت کې د امارتي ادارو ویاندویانو په خپلو خبرو کې د رسنیو او خبریالانو د پوره ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

۱۴۴۷/۵/۲۲ هـ ق