غزني کې د بیان ازادۍ د وضعیت په نوم یوه ورځنی سیمینار جوړ شو

wasim_admin
Wed, Nov 12 2025 2:45 PM
...

په غزني ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د بیان ازادۍ د وضعیت په نوم یو ورځنی روزنیز سمینار جوړ شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د دې سیمینار د جوړېدو موخه د خبریالانو او امارتي ادارو د مطبوعاتي مسؤلینو د ظرفیت لوړول وبلل او د رسنیو د ملاتړ ټینګار یې وکړ.
د شیخ زاید پوهنتون استاد ډاکتر احمد جاوید شکیب د سمینار په ترڅ کې په اوسني عصر کې د بیان ازادۍ د فلسفې او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ‌ویل: بد یان آزادي په اسلام کې ځانګړی ځای لري، خو دا آزادي باید د اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیمینار د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ښوونیز مرکز کې جوړ شوی و او ګډونوالو یې د ډې ډول سمینارونو جوړول اړین او ګټور وبلل. 

۱۴۴۷/۵/۲۱ هـ ق