پنجشېر کې د دوحې هوکړې په نوم د کتاب سیالۍ پایلې اعلان شوې

wasim_admin
Sun, Oct 05 2025 1:47 PM
..

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو د چارو آمریت له ‌لوري، د المرصاد نشراتي ادارې په همکارۍ د دې ولایت په  آبشار ولسوالۍ کې د دوحې هوکړې په نوم د کتاب سیالۍ چې د ۲۰۰ تنو زده ‌کوونکو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او بریالي ګډونوال یې په بېلابېلو ډالیو باندې وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نصرالله ملک ‌زاده، د دغې سیالۍ څخه موخه د مطالعې د دود پیاوړتیا، د سالم رقابت فضا رامنځته کول او د ځوانانو د اسلامي پوهاوي د کچې لوړول وبلل او زیاته یې کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست به په راتلونکي کې هم د ځوانانو د اسلامي ذهنیت‌ جوړونې په برخه کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو او علماءکرامو د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه وستایل؛ د دغه ډول پروګرامونو ترسره کول یې د ځوانانو د علمي او فکري وړتیا د لوړولو لپاره مهم وبلل او د ورته نورو پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړه ده چې لومړي او دویم مقام ګټوونکو ته ځیرک تلیفونونه او نورو بریالیو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۴/۱۲ هـ ق