بادغيس کې د امارتي ادارو له وياندویانو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, Sep 17 2025 8:47 AM
...

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلينو له خبريالانو او د امارتي ادارو له وياندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې پکې د یوناما د دفتر د لوېديځ زون مسؤل، د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي، د امارتي ادارو د نشراتو مسؤلينو او خبريالانو ګډون کړی وو.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس آخندزاده مطیع‌الله متقي وویل: د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ټولو رسنيو او خبریالانو ګډ کور دی، د رسنيزو ستونزو حل لپاره مو ډېر کارونه کړي دي او له ټولو رسنيو سره بشپړه همغږي لرو، همدارنګه د اړتيا په وخت کې د هغوی ستونزو ته رسېدګي کوو.
په لويديځ زون کې د يوناما مسؤلې آغلې اولیویا اطلاعاتو ته پر لاسرسي ټینګار وکړ او زياته يې کړه: اطلاع‌ رسونه د هر فرد حق دی، موږ د بادغیس له رسنيو سره ټينګې اړيکې لرو.
د ناستې په وروستيو کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي د خبريالانو د خونديتوب په اړه خبرې وکړې.

۱۴۴۷/۳/۲۴ هـ ق