د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه جوړه شوه

wasim_admin
Mon, Sep 15 2025 2:41 PM
....

دوشنبه (د ۱۴۴۷ ربیع‌الاول ۲۲مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د کمېسیون د نورو غړو په شتون کې وشوه.
د غونډې په پيل کې د کمېسیون منشي د تېرې غونډې راپور وړاندې کړ او د کمېسيون لاسته راوړنې او فعالیتونه يې مثبت وارزول شول.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هغه کتابونه چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو، د چاپ اجازه یې ترلاسه کړه، همدارنګه د ۱۷ ټوکو بېلابېلو عنوانونو درلودونکو صادر شویو کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې هغه ۲۳ ټوکه کتابونه چې کمېسیون ته د ارزونې په موخه رالېږل شوي وو، د ارزونې لپاره د کمېسیون غړو ته وسپارل شول، تر څو راتلونکې غونډې ته يې راپور وړاندې کړي، همدارنګه د لیکوالانو ستونزې هم واورېدل شوې چې د معین صاحب له لوري ورته د حل ډاډ ورکړل شو.