د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند وړیا ښوونیز مرکز زده کړییز بهیر پیل شو

wasim_admin
Tue, Sep 09 2025 11:43 AM
...

د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو امریت اړوند وړیا ښوونیز مرکز زده کړییز بهیر د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ له ځوانانو وغوښتل، چې د وړیا زده کړو له یاد بهیر څخه په استفادې دې خپل علمي ظرفیت ته لا پراختیا ورکړي او د زده کړو ترلاسه کولو پرمهال دې ښه اخلاق او په شریعت برابر چلند وکړي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه؛ یاد ښوونیز مرکز د لغمان ځوانانو ته له دې مخکې هم په وړیا توګه د زده کړو زمینه برابره کړې وه او دغه لړۍ به دوام ولري.
دغه راز د ځوانانو چارو آمر وویل: یاد ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر او انګلیسي زده کړو ترڅنګ د عربي، خطاطي او سواد زده کړې ورکول کیږي، چې تر دې وړاندې هم سلګونه تنه له دې ښوونیز مرکز څخه فارغ شوي دي.
په ورته وخت کې د لغمان ولایت ځوانانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه د وړیا زده کړو د زمینې برابرولو په موخه مننه وکړه او د ورته نورو زده کړییزو پروګرامونو جوړولو غوښتونکي شول.

۱۴۴۷/۳/۱۶ هـ ق