د يوټيوب چینلونو د قانوني کولو طرحې د پلي کېدو په موخه د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Wed, Jul 30 2025 2:19 PM
...

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د مالستان او جاغوري ولسوالیو یوټیوب ‌چلوونکو سره د یوټیوب چینلونو د قانوني کولو طرحې د عملي کېدو لپاره د همغږۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طرحې پر بنسټ د یوټیوب چینلونه کولای شي، د اسلامي امارت د رسنيزې تګلارې مطابق د جواز تر اخېستو وروسته په آزاده توګه خپل فعالیتونه ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ دا مهال یوازې په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې له سلو زیات یوټیوب چینلونه فعالیت کوي.
د ښاغلي نثار په وینا؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوې طرحه به د هغو خپرونو د مخنیوي لپاره ګټوره وي، چې د اسلامي ارزښتونو، کلتور او مسلکي معیارونو خلاف وي.
د مالستان او جاغوري ولسوالیو یو شمېر یوټیوب ‌چلوونکو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي جواز طرحه وستایله او ویې ویل: د دغې طرحې پلي کېدل به یوټیوب چینلونه یوې نوې او مثبتې لارې ته برابر کړي او د کار کیفیت به ښه شي.

۱۴۴۷/۲/۵ هـ ق