د لغمان له امارتي او خصوصي رسنيو څخه لیدنه او څارنه وشوه

panah_admin
Sun, Jul 20 2025 4:18 PM
...

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي له خصوصي او امارتي رسنیو څخه په بېلابېلو لیدنو کې وویل: رسنۍ د ټولنیز فکر د اصلاح ستر مرکزونه دي، باید یاده برخه کې خپله دنده په ریښتینې توګه ادا کړي.
ښاغلي رسولي خبریالان او د رسنیو مسؤلین وهڅول، ترڅو د اسلامي شریعت مطابق د نظام له پالسیو سره سمې خپرونې وړاندې کړي، د ټولنې او ټولنیزو فکرونو د اصلاح لپاره هڅې وکړي، ترڅو ولس او امارت په یوه فکر او یو غږ د وطن د ابادۍ او پرمختک لپاره کار وکړي.
د رسنیو مسؤلینو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلينو څخه د همکارۍ له امله مننه وکړه او د رسنيزو چارو د پرمختګ لپاره يې مشورې شريکې کړې.

۱۴۴۷/۱/۲۴ هـ ق