مس عینک کې موندل شوي تاریخي آثار د لوګر  سیمه‌ ییز موزیم ته ولېږدول شول

panah_admin
Sun, Jul 20 2025 4:08 PM
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې رئیس سید ذبیح‌الله سادات وایي: ۶۰ قلمه تاریخي آثار د لوګر ولایت سیمه‌ ییز موزیم ته ولېږدول شول. دغه آثار د خټو، ډبرو، فلزاتو او ښیښو څخه جوړ شوي دي، چې نه یوازې د تېرو وختونو د شتمن او بډای تاریخ څرګندونه کوي، بلکې د اوسنۍ ټولنې فرهنګي او ټولنیزې پېژندنې کې هم مهم رول لوبوي.
دې آثارو کې خُمونه، کوچنۍ خټينې کوزې، جامونه او قدحونه، بېلابېل ډول څراغونه، د مسو ځنځیرونه، لاسبندونه، د عقیق او لاجورد ، عاج او له هډوکو جوړ وسایل شامل دي، چې موږ ته د هغه وخت د خلکو د ورځني ژوند، هنر او صنعت په اړه ارزښتناک معلومات راکوي.
د ښاغلي سادات په وينا؛ د لوګر سيمه ييز موزيم ته د دې ۶۰ قلمه لرغونو آثارو لېږدول نه یوازې یو مهم فرهنګي اقدام دی، بلکې د ملي هویت د پیاوړتیا، د ځوان نسل لپاره د معلوماتو او د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره هم بهترینه وسیله بلل کېږي.

۱۴۴۷/۱/۲۴ ھـ ق