بادغيس کې له وړيا ښوونیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

panah_admin
Tue, Jul 01 2025 3:15 PM
....

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له وړیا ښوونیز مرکز څخه د کمپیوټر درې میاشتنیو ټولګيو څخه شاوخوا ۱۵۰ تنه زده کوونکي فارغ شول.
د ځوانانو چارو آمر د دې ډول پروګرامونو د جوړولو څخه موخه ځوانانو ته د کمپیوتر اړوند اساسي او اصولي زده کړه او علمي او تخنیکي ظرفیت لوړونه یاده کړه او ویې ویل: دې ته د ورته نورو ښوونيزو کورسونو جوړلو کوښښ کوي، د دغه ډول ښوونيزو پروګرامونو ترسره کول، د ځوان نسل په روزنه او دوی ته کاري فرصتونو برابرولو کې مهم رول لري.

۱۴۴۷/۱/۵ هـ ق