د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو د اصلاح کمیسیون د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند یو شمېر هټیو او مارکیټونو د لوحو او تبليغاتي اعلاناتو څخه څارنه وکړه

panah_admin
Wed, Jun 25 2025 2:58 PM
...

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لوحو او اعلاناتي تابلو ګانو د اصلاح کمیسیون د سیمه يیزو فعالیتونو په ترڅ کې د دویمې ناحیې( دهن باغ- انصاري څلور لارې) اړوند د یوشمېر هټیو او مارکیټونو د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو څخه څارنه وکړه.
د کمیسیون غړو له هټیوالو، اصنافو او ښاریانو سره د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح او څارنې په اړه خبرې وکړې او د دغې کمېټې د کار پر اهمیت یې ټینګار وکړ. 
دغه راز د کمیسیون غړو د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح او څارنې د پروسې اهداف او کړنلارې په اړه هټیوالو، اصنافو او ښاریانو ته معلومات ورکړل او د یو شمېر غیر معیاري لوحو د لرې کولو ترڅنګ یې د بدیلو لوحو وړاندیزونه ورته وکړل. 
هټیوالو، اصنافو او ښاریانو د کمېټې د هڅو د ستایلو ترڅنګ دغه اقدام د ملي ژبو او فرهنګي ارزښتونو د ودې او ساتنې لپاره مهمې وبلل او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به بشپړه همکارۍ کوي. 

۱۴۴۶/۱۲/۲۸ ه‍ـ ق