هلمند کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

panah_admin
Tue, May 27 2025 8:49 PM
....

دغه غونډه د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ په موخه ترسره شوه، چې پکښې د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازی، د امارتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او یو شمېر خبریالانو ګډون کړی وو.

حافظ عبدالباري راشد د غونډې ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنیو او خبریالانو پوره ملاتړی دی او رسنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه پوره هڅې کوي، نوموړي د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره دې خپلې رسنیزې چارې پرمخ یوسي.

ښاغلي راشد زیاته کړه؛ چې په پام کې ده، د رسنیزو چارو لا ښه والي په موخه خبریالانو ته نږدي راتلونکي کې بېلابېل روزنیز سمینارونه هم پیل شي.

همداراز د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي او د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له همکاریو څخه مننه وکړه، او زیاته یې کړه چې اوس مهال اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې خبریالانو ته ښې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۹ هـ. ق