د ترنم او ترانو رئيس د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو او يو شمېر شاعرانو، ليکوالانو او ترانه ويونکو سره وکتل

panah_admin
Mon, May 19 2025 4:19 PM
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر ننګرهار ولايت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو، شاعرانو، ليکوالانو او ترانه ويونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وليدل. 

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح الله نوراني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل: ننګرهار کې د امارتي ادارو، شاعرانو، ليکوالانو او ترانه ويونکو ترمنځ د همکارۍ او همږغۍ فضاء موجوده ده. 
همداراز ليکوالانو، شاعرانو او ترانه ويونکو راغلي پلاوي او مسؤلينو ته د خپلو وړاندیزونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړي او غوښتنه يې وکړه، چې د دوی د علمي ظرفيت لوړونې په موخه دې بېلابېل روزنيز سمينارونه جوړ شي.

په ورته وخت کې د ترنم او ترانو رئيس مولوي امان الله مستغفر ليکوالانو، شاعرانو او ترانه ويونکو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د ياد سفر موخه يې د دوی ستونزې اورېدل او حل کول دي.
نوموړي زياته کړه، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د هېواد ټول ليکوالان، شاعران او ترانه ويونکي د يو هدف په موخه منسجم کېږي او له دوی څخه يې وغوښتل چې بايد په خپلو ليکنو او شعرونو کې مذهبي او ملي ارزښتونه په پام کې ونيسي او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ په موخه خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۱ ھـ. ق