د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه لیدنه وشوه

panah_admin
Thu, May 15 2025 11:57 AM
...

د یو شمېر امارتي ادارو کارکوونکو، د البیروني پوهنتون زده کړیالانو او د ښوونځيو یو شمېر زده‌ کوونکو د کاپیسا ولایت د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.
د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د عامه کتابتون مسؤل وايي: اطلاعاتو او کلتور ریاست د زده کړیالانو، د ښوونځيو د زده‌ کوونکو او عامو خلکو د لا اسانتیا لپاره دغه کتابتون فعاله ساتلی او د دغه علمي او فرهنګي مرکز دروازه هره ورځ په رسمي وختونو کې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د ځوانانو او د مطالعې مینه ‌والو پرمخ پرانېستې ده.
همداراز یو شمېر لیدونکو کتاب ‌لوستنه د ټولنې لپاره ګټوره وبلله او له نورو خلکو، په ځانګړي توګه له زده کړیالانو او زده‌ کوونکو څخه یې وغوښتل، چې تل مطالعه وکړي، ځکه چې د ټولنې پرمختګ او ستونزو حل د خلکو پر پوهه او مطالعه ولاړ دی.

۱۴۴۶/۱۱/۱۷ هـ ق