د اطلاعاتو او کلتور رئيس د چارو ارزونې لپاره تورخم ته سفر وکړ

panah_admin
Mon, May 12 2025 11:38 AM
...

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح‌ اللّه نوراني د يو شمېر مسؤلينو په ملتيا په تورخم عمري کمپ کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې چارې وارزولې.
ښاغلي نوراني د عمري کمپ ترڅنګ په فرضي کرښه کې د اطلاعاتو او کلتور مدیریت له چارو هم ليدنه وکړه او اړوندو مسؤلينو ته يې په ځینو برخو کې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
همدارنګه نوموړي د تورخم له کميسار ملا عبدالجبار حکمت سره هم وکتل او په تورخم کې د اطلاعاتو او کلتور مدیریت اړوند يو شمېر ستونزې او غوښتنې يې له هغه شريکې کړې، چې د کميسار له لوري ورته په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق