فراه کې له يوې خصوصي ليسې سره د همکارۍ تړون لاسلیک شو

panah_admin
Mon, May 12 2025 10:35 AM
...

د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري له يوې خصوصي عالي ليسې سره د دوه اړخيزې همکارۍ يو کلن تړون لاسلیک شو.
د دې تړون په اساس به هغه بېوزله، يتيم، کډوال او بې سرپرسته زده کوونکي چې د زده کړو په برخه کې د ښوونځي مياشتني فيس کمولو ته اړتیا ولري، دې ليسې ته په ۵۰ سلنه تخفيف ور پېژندل کېږي.
د ځوانانو چارو آمر د دغه هوکړه ليک د لاسليک پر مهال د ليسې د رهبرۍ علمي همکارۍ او هڅې وستايلې او دا يې د ټولو بېوزلو د لاسنیوي، ملاتړ، د زده کړیز پرمختګ د ګړندي کولو، اخلاقو او مسؤليت د ودې، پرمختګ او د يوې پياوړې ټولنې د رامنځته کولو پر لور ارزښتناکه ګام بللی دی.

۱۴۴۶/۱۱/۱۴ هـ ق