د جوزجان د لرغونو ساحو د بیا رغاونې کار دوام لری
په جوزجان کې د څو لرغونو ساحو د بیا رغاونې کار شپېته سلنه پر مخ تللی او ژر بشپړېږي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې، په شبرغان ښار کې د حضرت ابن یمین شبرغاني آرامګاه، جومات، مدرسې او د حجرې د بیا رغاونې کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوی دی او ډير ژر ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي چې د دغو لرغونو ساحو د بیا رغاونې کار په بشپړېدو سره کورني او بهرني سیلانیان کولای شي دغه لرغونې ساحې وګوري.
کابل / د لیندی ۸ / باختر