د اطلاعاتو او کلتور رئيس د خُم‌ زرګر سیمې له مشرانو سره وکتل

tawana_admin
Sat, Apr 19 2025 3:54 PM
زطسط

د کاپیسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي کریم‌الله وثیق د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند د خُم‌ زرګر سیمې له یو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې د تاریخي آثارو د ساتنې او خوندیتوب په موخه ولیدل.
ښاغلي وثیق د تاریخي آثارو د ساتنې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله له لوري د تاریخي سیمو او آثارو د خوندیتوب په اړه صادر شوی فرمان پر ټولو یو ډول تطبیقېږي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د نیالګیو کینولو، کورونو جوړولو، کیندنو او یا د باغونو د بې ‌اجازې جوړولو له لارې دې تاریخي سیمو ته زیان نه رسوي او له اطلاعاتو او کلتور ریاست سره دې په دې برخه کې همکاري وکړي.
یادو مشرانو د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

۱۴۴۶/۱۰/۲۱ ق