د سمنگان عامه کتابتون سره د لسګونه ټوکو کتابونو مرسته وشوه

panah_admin
Wed, Apr 16 2025 3:39 PM
...

په سمنگان ولایت کې یوه ځوان د مطالعې کلتور د عامولو په موخه عامه کتابتون ته ۹۰ ټوکه کتابونه ډالۍ کړل.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د عامه کتابتون مدیر د دې اقدام ستاینه وکړه او له نورو ځوانانو یې هم وغوښتل چې له عامه کتابتون او شته منابعو څخه ګټه واخلي.
 نوموړي زیاته کړه؛ یاد کتابتون هره ورځ د سهار له ۸ بجو تر ماسپښین ۴ بجو پورې خلاص وي او دا مهال پکښې شاوخوا له ۱۲ زرو زیات کتابونه موجود دي.
د کتابونو ډالۍ کوونکي ځوان وویل: د دغه کار موخه یې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې او کتاب ‌لوستنې کلتور رامنځته کول دي

۱۴۴۶/۱۰/۱۸ ق