لوګر کې له خصوصي راډیوګانو لیدنه وشوه
د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس دوکتور رفیعالله صمیم د اطلاعاتو د آمر په ملتیا له اتحاد او مقدس خصوصي راډیوګانو لیدنه وکړه.
نوموړي د یادو رسنیو فعالیتونه د ډاډ وړ وبلل او له مسؤولینو سره یې د هر ډول ملاتړ او همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي صمیم راډیوګانې د اصلاح او فکر جوړونې مهمې وسیلې وبللې او ټینګار یې وکړ، چې خپرونې دې د ټولنې له غوښتنو سره سم چمتو شي.
د راډیوګانو استازو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې خپرونې به د ټولنې د پرمختګ او رسنیزو مسؤلیتونو پر بنسټ جوړوي.
۱۴۴۶/۱۰/۱۵ ق