د اطلاعاتو او کلتور رئيس د ضحاک تاریخي ښار او شش ‌پل کاروان ‌سرای څخه لیدنه وکړه

tawana_admin
Wed, Mar 19 2025 12:44 PM
J

د بامیان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس قاري سید مصطفی هاشمي د یو پلاوي په مشرۍ د ضحاک له لرغوني ښار او شش پل کاروان سرای څخه لیدنه او څارنه وکړه، ضحاک ښار د بامیانو د مشهورو تاریخي او لرغونو سیمو څخه ګڼل کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور رئيس د دې سفر موخه د برجونو، مغارو او د دې تاریخي او کلتوري ځای د عمومي وضعیت ارزونه وبلله.

نوموړي ضحاک ښار د دې ولایت له پخوانیو تاریخي ښارونو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست به د یونیسکو نړیوالې ادارې په همږغۍ د راتلونکي کال لپاره د دې ښار د چاپېریالي اوبو د ویالو، زینو، برجونو او دېوالونو د درېیم پړاو بیارغونې او پیاوړتیا پلان کړي.

همداراز ښاغلي هاشمي د دې سفر پر مهال د (۰۱۲) قطعې منسوبینو ته لارښوونه وکړه، چې د لرغونو سیمو وضعیت منظم وڅېړي او د دې ولایت په تاریخي او لرغونو ځایونو کې د ناقانونه کیندنو او خپلسريو جوړو شوو ودانیو مخه په کلکه ونیسي.

د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور رئيس د شش ‌پل کاروان ‌سرای د بیارغونې د پروژې له کاري بهیر څخه هم لیدنه او څارنه وکړه.

 

۱۴۴۶/۹/۱۹ ق

۱۴۰۳/۱۲/۲۹ ل