د هرات نګارستان ګټې اخستنې ته وسپارل شو
د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند نګارستان د ياد رياست د رئيس مولوي احمدالله متقي، کابل کې د ترکيې د سفير جنک اونال، په هرات کې د ترکيې کونسل، د ټيکا د دفتر رئيس عرفات دنیز، فرهنګيانو، لیکوالانو او خطاطانو په حضور کې پرانېستل شو او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
مولوي احمدالله متقي د خپلو خبرو په ترڅ کې هرات ولايت کې د ترکيې هېواد له لوري د فرهنګي هڅو له ترسره کولو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: دې ولايت کې د تيکا دفتر او ترکيې هېواد له لوري ترسره شوي کارونه د ستاينې وړ دي.
کابل کې د ترکيې سفير ښاغلي جنک اونال د نګارستان د پرانستې تر څنګ د عامه کتابتون له بېلابېلو برخو، د خوش نویسانو له ټولنې او د علامه صلاح الدين سلجوقي له تالار څخه هم ليدنه وکړه.
ښاغلي اونال وویل: ترکيې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پراختیايي او رغنيزې پروژې ترسره کړې دي، چې اصلي تمرکز يې د هرات لرغوني ولايت د تاريخي آبدو بيا رغونه او فرهنګي پروژې دي.
د ټيکا دفتر رئيس عرفات دنیز وویل: په تېرو دريو میاشتو کې د دې دفتر له لوري په لويديځه حوزه کې ۱۵ بېلابېلې پروژې تکميل او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ټيکا دفتر له لوري په هرات کې د عامه کتابتون، د هرات ادبي ټولنې، د خطاطانو ټولنې او علامه صلاح الدين سلجوقي تالار چارې ترسره شوې وې.
۱۴۴۶/۹/۱۹ ق
۱۴۰۳/۱۲/۲۹ ل