د هنر او کلتور معین: رسنۍ باید د کورنيو تولیداتو بازار موندنې لپاره لا کار وکړي

tawana_admin
Thu, Feb 27 2025 6:45 PM
Dyzi

پنجشنبه( ۲۸ د شعبان ۱۴۴۶) د ریاست الوزرا د اداري معاونیت مقام له هدایت سره سم د ملي سټنډرډ ادارې عمومي رئیس ملا فیض‌الله تمیم په مشرۍ د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معینیت او د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازو په کابل ښار کې د خوړو او درملو له ځینو فابریکو څخه د کیفیت د تضمین په پار څارنه وکړه. 

دڅارني او ارزونې پر مهال د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي وویل : د هیواد په اقتصادي ودې او د عامې روغتیا په تامین کې د معیاري تولیداتو رول مهم دی، په دې برخه کې دمستندو معیارونو رعایتولو ته جدي اړتیا ده، هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ د خوښۍ ځای دی او حکومت د داخلي پانګوالو ملاتړ ته ژمن دی، د تولیدي صنعتونو د ودې او پرمختګ لپاره د اړینو آسانتیاوو برابرولو په برخه کې تل هڅې کېږي.

ښاغلي عزیزي زياته کړه؛ اړینه ده چې د داخلي تولیداتو څخه د ګټه پورته کولو په موخه عامه پوهاوی ترسره شي او د رسنیو له لارې د بازار موندنې په برخه کې لا کار وشي، د اطلاعاتو کلتور وزارت دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

 

۱۴۰۳/۱۲/۹ ل

۲۰۲۵/۲/۲۷ ز