هلمند کې د رسنيو له مسؤلينو او خبريالانو سره د همږغۍ غونډه وشوه

tawana_admin
Sat, Feb 22 2025 3:43 PM
Fjhv

د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د غونډو په تالار کې د اطلاعاتو د آمر مولوي شیرمحمد وحدت په مشرۍ د سیمه ئیزو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همږغۍ میاشتنۍ غونډه وشوه. 

د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو آمر وویل: اطلاعاتو او کلتور ریاست همېشه هڅه کوي، تر څو د سیمه ئیزو رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ته په هره برخه کي اسانتیاوې برابرې کړي، هڅه کوو چې معلوماتو ته د خبریالانو د لاس رسي برخه کې لا زیات کار وکړو، تر څو سیمه ئیزې رسنۍ د خپرونو جوړولو برخه کي له ستونزو سره مخ نشي، د افغانستان اسلامي امارت د نافذه قوانینو او افغاني کلتور سره سم ژمن یو چې د رسنیو سره همکاري وکړو.

ورپسې د خبریالانو د ټولنې مشر وویل: د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د سیمه‌ ئیزو رسنیو د پراختیا، معیاري خپرونو او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره ارزښتناک ګامونه اخېستي دي، هلمند کې د ازادو خبریالانو لپاره معلوماتو ته د لاسرسي برخه کي د پام وړ پرمختګ راغلی، نوموړي د دې پرمختګونو د دوام او لا پراختیا لپاره د رسنیو، خبریالانو، او اړوندو ادارو پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو په نوبت سره خپلې ستونزې او غوښتنې له مسؤلینو سره شریکې کړې، چې د مسؤلينو له لوري د ستونزو د حل په موخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

۱۴۴۶/۸/۲۳ ق

۱۴۰۳/۱۲/۴ ل