غزني کې به جهادي موزيم نږدې راتلونکي کې پرانېستل شي

tawana_admin
Thu, Feb 06 2025 1:21 PM
اتنمک

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت الله جمال او مل پلاوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې د غزني ولايت له مرستيال والي حافظ عبدالرشيد عمري او د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له رئيس ملا حميداللّٰه نثار سره په ليدنه کې وويل: غزني کې د جهادي موزيم چارې بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به پرانېستل شي.
مرستيال والي حافظ عبدالرشيد عمري د ليدنې پرمهال خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او کلتور رياست کړنې وستايلې، د دې رياست چارې يې مهمې وګڼلې او زياته يې کړه؛ غزني ولايت يو له هغو تاريخي ولايتونو څخه دی، چې د سیلانیانو راتګ ورته ډېر شوی، هڅه دې وشي چې سيلانيانو لپاره ټولې آسانتياوې برابرې شي، ولايت مقام به په ټولو چارو کې همکار اوسي.
 د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي جمال خپلو خبرو کې وويل: هڅه کوو چې د غزني ولايت د ټولو لرغونو سيمو ساتنه وکړو او د هغوی د بيارغونې په برخه کې جدي ګامونه واخلو، د هېواد په کچه د سیلانیانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې شوي او لا هم روانې دي، د غزني ولايت لپاره جهادي موزيم کې د بېلا بېلو جهادي آثارو د ساتلو لپاره غوره او مناسب چاپيريال برابر شوی دی.

۱۴۰۳/۱۱/۱۷ ل
۲۰۲۵/۲/۵ ز